ایکنا-(تهران)دقرآن نړیوال قاري حامد علیزاده په معلی نومې ټيلیویژني پروګرام کې د فجر مبارکې سورې له ۲۷تر دیرشم پورې دآیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د معلی ټيلیویژني چینل په په نوی پروګرام کې چې د هیواد په داخل او بهر کې د ځوانو مداحانو د وړتیاؤ په خاطر پلان شوی دی،دې ځل ئې دقرآن کریم په تلاؤت سره خپل پروګرام پیل کړی دی.
هره شپه په دغه تولیدي پروګرام کې د ایران یو ممتاز او نړیوال قاري ، د قرآن کریم یو شمیر آیتونه تلاؤت کوي. معلی پروګرام هره شپه دایران د اسلامی جمهوریت د دریم ټيلیویژني چینل د شپې لسو بجو له خبرونو وروسته خپریږي.
د حامد علیزاده د تلاؤت یو په زړه پورې ویډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.